افغانستانخبرونه

د امریکا د دفاع وزارت نوماند: له افغانستان څخه د امریکا وتلو، اوکراین او غزه کې جګړو ته زمینه برابره کړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په داسې حال کې چې ټاکل شوې په غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ له اوږدې جګړې وروسته اوربند وشي، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د دفاع وزارت ته نوماند پیټ هګېسټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اوکراین او غزه کې جګړو ته لاره حواله کړې ده.

هغه د متحده ایالتونو د سنا مجلس ته ويلي چې د بايډن دغې پرېکړې زمينه برابره کړه چې د امریکا د دښمنانو سترګې برګې شي او پر اوکراین روسیې حمله وکړه او پر اسرائیلو حماس بریدونه پیل کړل.

دی وايي چې د ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په مستقیمه توګه دغو بریدونو ته لار پرانیسته.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو وويل:«دا يو شرمناکه عملیات و.»

هګېسټ وايي، د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا د وتلو پرمهال د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل، په افغانستان کې د امریکا د افغان متحدینو پرېښودل يوه بشپړه ماتې وه.