افغانستانخبرونه

نيول شوې افغانه خبرياله خوشې خو له پاکستانه د ژر تر ژره وتلو امر ورته شوی.

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

په پاکستان کې نيول شوې افغانه خبرياله فرشته سدید چې په اسلام اباد کې يې قانوناً د اوسېدونې ټول اسناد له ځانه سره لرل د پاکستاني پوليسو له لوري له دوه ورځني بند وروسته خوشې او د روانې میاشتې تر پایه له پاکستانه د وتلو امر ورته شوی.

په اسلام اباد کې افغان خبريالان وایي، چې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه له دوو ورځو بند وروسته نن خوشې او خپل استوګنځي ته ستنه شوه. هغه د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوليسو په اسلام اباد کې له خپل کوره نيولې او د جبري ستنولو په موخه يې دغه کمپ ته لېږدولې وه.

هغې ته یې د اپریل له ۲۹مې نیټې وړاندې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

له څه وخته چې پاکستان د افغان کډوالو پر جبري ستنولو لاس پورې کړی دی، ډېر شمېر هغه افغانان چې له ويزې او پاسپورټ سربېره په پاکستانې د موقتې اقامې بشپړ اسناد هم په لاس لري، نيول شوي او جبرا افغانستان ته شړل شوي دي. پاکستاني ځواکونه ډېری وخت له افغانانو د پيسو اخيستلو په موخه دغه ډول نيونې کوي او پر ډيپورټ يې تهديدوي.

دا مهال زرګونه افغانې کورنۍ په پاکستان کې د بهرنيو هېوادونو له سفارتونو سره د مهاجرت دوسيې لري چې فعلا په پاکستان کې په قانوني توګه د بشپړ اسنادو له درلودلو سربېره د پاکستاني ځواکونو له خوا د نيولو او جبرا ستنولو له ګواښ سره مخ دي.