افغانستانخبرونه

تر دې وروسته یو  کس دوه ځآیه رسمي دندې نشي ترسره کولی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

دطالبانو مشر ملا هیبت الله په یوه فرمان کې ویلي، تر دې وروسته د دوی تر واک لاندې افغانستان یو کس دوه ځایه رسمي دندې نشي تر سره کولی.

د دغه حکم له مخې؛ د طالبانو هیڅ لوړ پوړی او ټیټ پوړی کس نشي کولی، چې په یو وخت کې دوه ځایه رسمي دندې ترسره کړي.

د طالبانو د مشر د دغه فرمان له مخې؛ هغه کسان چې دوه ځایه رسمي دندې لري، باید یوه ژر تر ژره پریږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې په طالبانو د واک انحصار ، د یو کس له لورې څو دندې ترسره کولو، خپل خپلوانو مقررۍ او یو شمېر نورو کړنو له امله نیوکې کیږي.