افغانستانخبرونه

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ازبکستان ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ګډو ګټو د سیمه‌ییزو هېوادونو ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه کې د آي سي ټي(ICT)   په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا، د ۲۰۲۵م  کال د  (ITU) آی ټي یو نړیوال کنفرانس، د آر سی سي  هېوادونو او نړیوال پوسټي کانګرس لپاره پر چمتووالي، د معلوماتي ټولنې د نړیوالې غونډې د پرېکړې  پر ارزونې، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د آر سي سي پلس همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو، موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، همدا رزا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ازبکستان هېواد ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لورو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې.