افغانستانخبرونه

غزني کې ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په غزني د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پرمهال دوه تنو خپل ژوند بایللی دی.

د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ لپاره طالب وياند خالد سرحدي ويلي، چې یاده ترافیکي پېښه د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ اړوند «نوري» سيمه کې د يوه فيلډر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې پرمهال یې دوه کسانو خپل وژند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د يادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌پامۍ ښودلې ده.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول ښودل شوي دي.