افغانستانخبرونه

د کونړ پر سیند د بند جوړولو چارې به ژر پیل شي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالب چارواکي وايي، پر کونړ سیند د بند جوړېدو هوکړه نږدې شوې ده، چې له هوکړې وروسته به یې عملي چارې پیل کړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور وایي، د کونړ پر سید د جوړیدونکې بند لپاره تخنیکی مطالعه بشپړه شوې او له یوه بهرني شرکت سره یې د عملي چارو د پیل کېدو په موخه هوکړې ته نږدې شوي.

هغه زیاته کړې، د دغه هوکړې وروسته به عملاٌ په کونړ سیند د بند جوړولو چارې پیل شي.