کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خوست په مرکز کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د ١٨٥زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شيخ زاید په نوم یو ورزشي جمنازيوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جمنازيوم په یو وخت کې د دوه زره نندارچیان ځاېدو ظرفیت لري.
دغه جمنازیوم د فوټسال، والیبال او نورو ورزشي لوبو جوګه دی چې د جوړېدو چارې يې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې.
بلخوا په خوست کې ورزشکاران وایې چې لاهم په دغه ولایت کې د لوبو لپاره لاهم معیاري جمنازیومونو ته اړتیا ده.