
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرني خبري اژانس په وینا، له نن څخه د غزې په درېیو سیمو کې به هره ورځ د پوځي عملیاتو لپاره ۱۰ ساعته وقفه وي.
د اسرائیلي پوځ په وینا، المواصي، دیر البلاح او غزه ښار کې به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ماښام ۸ بجو پورې د پوځي عملیاتو وقفه وي.
له بلې خوا، د اسرائیلي پوځ لخوا پر غزې باندې ظالمانه بریدونه دوام لري.
د اسرائیلي بریدونو په پایله کې په المواصي کې ۵ او په دیر البلاح کې ۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
بلخوا د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي، په غزه کې د خوراکي توکو د رسولو مخنیوی د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، خو موږ اوس مهال د فلسطین په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه کوو.