خبرونهنړۍ

حماس درې اسرائيلۍ میرمنې او اسرائیلو ۹۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل

کابل ټيليګراف (د دلوې لومړۍر– ۱۴۰۳ لمريز)

په غزه کې د اوربند هوکړه لیک وروسته په لومړي ځل تېره شپه د فلسطین حماس له لورې ۳ اسرائیلۍ بندیانې له بند څخه ازادې او په بدل کې اسرائيلو نوي فلسطیني بندیان ازاد کړل.

دغه بندیان چې د سره صلیب په منځګړیتوب ازاد شول، د اسرائيلو لخوا په ازاد شویو فلسطیني بندیانو کې ۶۹ میرمنې او ۲۱ ماشومامن شامل وو.

د فلسطین او اسرائيلو دواړو بندیان پخپلو هېوادونو کې د عامو خلکو او کورنیو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د یادونې وړده، چې د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ اوربند تیره ورخ پيل شو، چې نږدې یوه نیمه میاشت به یې لومړی پړاو دوام وکړي.