کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې یې څه باندې ۶۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، دا شکایتونه په تېره میاشت کې ثبت شوي چې ۲۵۰ ته یې رسېدنه شوې چې له جملې یې ۵۰ د ښځو اړوند دي.
خبرپاڼه کې د ثبت شويو شکایتونه په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو له دې وړاندې د امربالمعروف او نهېعنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د طالب نظامیانو پر وړاندې د ۲۱۴ شکایتونو د ثبت ثبت خبر ورکړی و.
د طالبانو د امربالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت د شکایتونو د ثبت اداره د طالب نظامیانوله خوا د خلکو دځورونې د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه.