
کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې یو موټر سیند ته غورځیدلی، چې له امله یې څلور تنه ژغورل شوي، خو دوه نور مړه او جسدونه یې لادرکه دي.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاد کسان نن له غرمې مخکې د اسمار ولسوالۍ په سورتاق سیمه کې د ویډز موټر د چپه کېدو وروسته سیند ته غورځیدلي.
په ورته وخت کې د بادغیس ولایت څخه سرچینې وایي، چې یو لس کلن هلک سیند ته د غورځېدو پېښه کې ډوب او مړ شوی دی.
دغه پېښه پرون ماسپښین د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې رامنخته شوې ده.
ویل کیږي، د یاد هلک جسد هم تر اوسه ندی موندل شوی.