کابل ټیلیګراف (د سلواغې ۱ – ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبانو ته تر دې وروسته ميليونونه ډالر تر هغو نه ورکول کېږي چې د متحده ایالتونو نظامي تجهيزات چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي، بېرته يې امریکا ته تسلیم نکړي.
نوموړي چې د خپلو پلويانو په يوه غونډه کې وينا کوله دا څرګندونې کړي دي.
نوموړي په دغه برخه کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا په تېر حکومت هم يو وار بیا کلکه نيوکه وکړه چې هر کال يې طالبانو ته ميلیاردونه ډالر ورکړي دي.
هغه زیاته کړه: «تاسو پوهېږئ چې موږ هر کال ميلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوو چې زموږ دښمنان دي، زه وايم که موږ هر کال میلیاردونه ډالر دوی ته ورکوو، دوی ته ووایئ چې موږ به پيسې نه درکوو، تر هغې پورې چې زموږ نظامي تجهیزات بېرته رانکړئ.»
ټرمپ د بایډن په اداره باندې په کلکه نيوکه کوي چې په (احمقانه) پرېکړه يې د امریکا نظامي تجهيزات هم طالبانو ته پرېښودل او ورته يې په بدل کې هر کال ميلیاردونه ډالر امتيازات هم ورکول.
هغه وايي، دا به د خپل حکومت په جریان کې له افغانستان څخه د متحده ایالتونو پاتې نظامي تجهيزات بېرته ورټول کړي.
ټرمپ تر دې وړاندې ويلي وو چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د ۸۰ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات پاتې دي.
په دغو تجهیزاتو کې، نظامي الوتکې، زغروال ټانکونه، پوځي موټرې وسلې او نور پوځي تجهیزت شامل دي.