افغانستانخبرونه

د خوړو له نړیوال پروګرام سره اروپايي ټولنې ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنې له دغه بنسټ سره په ژمي کې زیانمنو سیمو ته د پاملرنې په موخه ۱۶.۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته به له اغېزمنو کورنیو، د کوچنیو ماشومانو تغذیې او مېندو ته د مرستو پر پراخولو ولګول شي.

خبرپاڼې زیاته کړې په افغانستان کې ښايي روان ژمی ۱۵ میلیونه وګړي له بحران او د خوړو نه خوندیتوب له بېړني حالت سره مخامخ شي.

له دې وړاندې هم اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره ۳۶ میلیونه یورو مرسته کړې وه.