کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا له افغانستان سره د ډنمارک د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغانستان سره د ډنمارک له نوې بشرپاله مرستې ستاینه کړې ده.
اوچا ټینګار کړی چې دا مرستې به اړمنو خلکو ته د پاملرنې لپاره د دوی وړتیا لوړه کړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ پرمهال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.