کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ اوربند رامنځته شوی، په غزه کې روغتیایي چارواکو تر خاورو، ډبرو او ویجاړیو لاندې د ۹۷ جسدونو د موندلو او را ویستلو څخه خبر ورکړ.
د غزې روغتیایي چارواکي وايي، د دغه جسدونو سربېره ګڼ وېره شته چې د ګڼ شمېر نورو کسانو جسدونه به هم تر خاورو، تیږو او ویجاړو شویو ودانیو لاندې وي.
دغه ۹۷ جسدونه د غزې شمال په رفح ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې پیدا شوي دي.
پر غزې د اسراییلو د برید له پیل تر پایه څه باندې ۴۷زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې، ښځې او ماشومان وو.
همداراز د بریدونو او نښتو پرمهال څه باندې ۱۱۰زره کسان بیا ټپیان شوي دي.
بلخوا د فلسطین ملکي دفاع ادارې اټکل کړی چې غزه کې به د ویجاړیو لاندې شاوخوا ۱۰زره جسدونه پاتې وي.
د فلسطین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند محمودباسل بیا وايي چې ۲۸۴۰ جسدونه په بشپړه توګه ویلې شوي او هېڅ نښه او نښانې یې، نهښکاري.
ډېری بېځایه شوي چې خپلو مېنو ته ستانه شوي، یوازې یې، د کورونو ویجاړۍ او نړېدلې دیوالونه موندلي دي.