افغانستانخبرونه

لوګر کې پر غصب‌شویو ځمکو جوړ شوي کورونه نړول کیږي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په لوګر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي په دولتي ځمکو جوړ شوي لسګونه هستوګنیز کورونه ونړول شول.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي ویلي، چې دغه ولایت کې د غصب مخنیوي کمېسیون د ځانګړې غونډې او د مرکزي کمېسیون د حکم له مخې، د مرکز پل‌علم او په خوښۍ ولسوالي کې پر دولتي ځمکو جوړ شوي ۴۰ غیرې قانوني هستوګنیز کورونه ونړول شول.

د هغه په خبره د غصب د مخنیوي کمېسیون په دغه ولایت کې په تېر یوه کال کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده کړې ده.