کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت ړنګ شو، ترکیې هېواد له دولس کلن ځنډ وروسته د دغه هېواد په حلب ښار کې خپله قونسلګري پرانیسته.
ترکیه یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې په سوریه کې د نوې واکمنې ډلې یو له مهمو ملاتړو څخه ګڼل کیږي.
تر دې وړاندې د نوې واکمنانو په راتګ سره په ګڼ شمېر هېوادونو کې هم د سوریې سفارتونه له اوږده ځنډ وروسته پرانیستل شول.