افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست مسوولانو په دغه ولایت کېد نیالګیو کېنولو کمپاین پیلولو څخه خبر ورکوي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد ولي محسن وایې، دغه کمپاین له تېرو دوو ورځو راهیسې پیل شوی، چې پرمهال به یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې شاوخوا څلور میلیونه بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شي.

د هغه په وینا، تمه کیږي چې د خلکو په ملاتړ دغه شمېر نور هم زیات شي.

نوموړي له ولسي خلکوغواړي چې د شنو ساحو رامنځ ته کولو او د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره هر کس یو نیالګی کېنوي.

محسن ټینګار کوي چې خلک باید د چاپریال وضعیت ښه‌والي لپاره د شنو سیمو خوندیوب او ساتلو کې هڅې وکړي.

خو عام خلک نیوکه کوي چې هر کال د حکومتي ادارو له لوري په مېلیونونو نیالګي کېنول کیږي، خو د نه پاملرنې له کبله تر بل کال نه پاتې کیږي.