کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د تایلنډ هېواد مرکز بنکاک کې د ککړې هوا له امله ۳۵۰ ښوونځي تړل شوي او د یوې اونۍ لپاره حکومت عامه ټرانسپورټ کې تګ راتګ وړیا اعلان کړی دی.
د ځايي رسنیو په وینا، د عامه ترانسپورت اورګاډي او بس خدمتونه د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه وړیا اعلان شوي.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې، په بنکاک کې له ۴۳۷ ښوونځیو څخه ۳۵۲ یې تړل شوي ديږ
دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې دومره شمېر ښوونځي په بنکاک کې د ککړې هوا له امله تړل کیږي.