کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۲۴م کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبدله اعلان شوه، چې په کې د افغانستان راشدخان هم شامل شوی دی.
په دغه لوبډله کې د هندوستان څلور، د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، زیمبابوې، انګلستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او سرلینکا یو، یو یو لوبغاړی اخیستل شوی دی.
تر دې وړاندې د یوه ورځنیو لوبو د ۲۰۲۴م کال په غوره لوبډله کې درې افغان لوبغاړي اعلان شوي وو.
راشد خان په دوه زره شپاړس او ۱۷ کلونو کې هم د کال غوره لوبډله کې شامل شوی وو.