کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د خپرو شویو را پورونو په پرتله طالبانو ډېری امریکايي وګړې یرغمل کړي او له همدې امله ښايي امریکا د طالبانو په لوړ پوړو مشرانو ډېر لوی انعام ورکړي.
د یاد هېواد د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو پخپل ایکس پاڼه لیکلي،
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل: “یوازې اورېدلي یې دي، چې طالبانو د خپرو شویو راپور په پرتله ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي او که دا ریښتیا وي، نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړپوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو.
د نوموړي په وینا: «ښایي دغه جایزه ان له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر کې ټاکلې وه.”
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ طالبانو د یوه پخواني طالب د خوشي کولو په بدل کې دوه امریکایان ازاد کړل.