کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی دی.
عمرزي په ۲۰۲۳کال کې د ښو لوبو له امله د ۲۰۲۴کال د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی.
هغه د ۲۰۲۴کال پرمهال د یو ورځنیو سیالیو فارمټ کې له رحمنالله ګربز وروسته دویم مخکښ منډې جوړونکی او له اللهمحمدغضنفر وروسته دویم مخکښ وېکټاخیستونکی دی.
بلخوا د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله هم اعلان کړې چې پهکې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي، رحمنالله ګربز، عظمتالله عمرزی او الله محمدغضنفر هم ځای لري.