
کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کندهار کې د طالبانو تر کنترول لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، چې د دغه ولایت شاوليکوټ ولسوالي کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوې سرې د وېش لړۍ پيل شوه.
د کندهار کرنې ریاست لپاره طالب ویاند محمدحنیف حقمل وايي، اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، پر بزګرانو ویشل کیږي.
د هغه په خبره د ویش په پایله کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کیږي.
نوموړی د دې مرستې موخه د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو لوړول او له کمې ځمکې څخه د زیات حاصل ترلاسه کول دي.
په ورته مهال بزګران هم د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرې وېش مهم بولي او په وینا چې په دې سره به د غنمو حاصلاتو کچه لوړه او بزګران به خپلې اقتصادي اړتیاوې برابرې کړي.