افغانستانخبرونه

طالبانو په پکتیکا او کندوز ولایتونو دوه کسان په دُرو وهلي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکو په تور په درو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو کس یې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکې په تور په ۳۹ دُرو وهلی او دغه راز په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز طالبانو د کندوز په علي‌اباد ولسوالۍ کې یو بل کس د «غلا» په تور په یو کال بند او ۳۹ دُرو محکوم کړی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په درو د خلکو وهل زیات شوي چې په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.