
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ټینګار کړی، چې د کډوالو ویستلو مودې ته دې نور مهلت هم ورکړل شي.
عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی، د خیبرپښتونخوا ایالت د پارلمان له استازو غوښتي چې د یوې پریکړه لیک په تصویبولو سره د افغان کډوالو ملاتړ وکړي، ترڅو د پراخه ایستلو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د هغه د ګوند ویاند وقاص اکرم، د عمران خان له قوله په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «د خیبرپښتونخوا پارلمان باید یو پریکړه لیک تصویب کړي چې په کې د افغان کډوالو د ایستلو مهلت غځولو غوښتنه وشي.»
عمران خان د راولپنډي په ادیاله زندان کې د تحریک انصاف ګوند له غړو سره تر لیدو وروسته غوښتنه کړې چې د خیبرپښتونخوا پارلمان دې یو پریکړه لیک تصویب کړي، ترڅو له فدرالي حکومته وغواړي، چې دې ایالتي حکومت ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړده، چې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا حکومت غوښتنه کړې وه، چې د افغان طالبانو سره به د نا امنۍ او کډوالو موضوع په اړه مستقیماٌ خبرې اترې وکړي.