خبرونهنړۍ

پاکستان تېر کال له ۷۰۰ زرو زیات کارګر بهر ته لېږلي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

یوې نوې اقتصادي سروې ښودلې چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۷۰۰ زرو زیاتو پاکستاني کارګرو بهر ته کار لپاره تللي.
د دې سروې له مخې، سعودي عربستان په دې موده کې له ۴۵۲ زرو زیات پاکستانیان استخدام کړي.
دا اقتصادي سروې، چې د جوزا په ۱۹مه خپره شوه، د پاکستاني کارګرو د بهرني استخدام په زیاتوالي اشاره کړې.
د سروې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۷۲۷,۳۸۱ پاکستانیان د کار لپاره بهر ته تللي.
سروې ښيي، له ۶۲٪ زیات دا کارګر سعودي عربستان ته تللي، چې دا هېواد یې د پاکستاني کارګرو اصلي مقصد جوړ کړی.
د سروې له مخې، له ۶۴ زرو زیات کارګر متحده عرب اماراتو ته، ۶۴ زره عمان ته او له ۴۰ زرو زیات قطر ته تللي.
په بهر کې د استخدام زیاتوالي د کورني کار بازار فشار کم کړی او د بهرنیو اسعارو حواله‌جاتو زیاتوالي د هېواد بهرني حساب باندې مثبت اغېز کړی.