خبرونهنړۍ

ټرمپ: امریکا په افغانستان کې د جنګ پر مهال د بریا قصد نه درلود

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې داسې جنګ کولو، چې ګواکې د بیا قصد یې نه درلود.

هغه د پانګونې تر عنوان لاندې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: له افغانستانه د امریکا د وتلو ورځ د امریکا لپاره تر ټولو ځورونکې شیبه وه. «

ټرمپ ویلي: «امریکا په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځ لري خو که رهبري یې سمه واي، په افغانستان کې بریا باید آسانه ترلاسه شوې وای حال داچې پدې جنگ کې د امریکا د جگړې تگلاره مسخره وه.»

تر دې وړاندې هم ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په حضور او له دغه هېواد څخه په وتلو نیوکې کړي.