
کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د حماس د ملاتړو زده کړیالانو د ویزو د لغوه کولو پرېکړه کړې ده.
سپینې ماڼۍ دا پریکړه تایید کړې او ویلي یې دي چې په امریکا کې د حماس د ملاتړو محصلینو ویزې به لغوه شي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، د متحده ایالاتو نوې اداره به د کالج کیمپسونو څخه د حماس د ټولو ملاتړو زده کونکو ویزې لغوه کړي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، د ټرمپ اداره به د فساد او د ملکیت په وړاندې جرمونه وڅیړي.