افغانستانخبرونه

د خوست د پېښې قاتلان پلار او د هغه دوه زامن دي

کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالبان وايي، د خوست ولایت د عليشیرو ولسوالۍ د پېښې اصلي عاملین یې نیولي، چې پلار او د هغه دوه زامن دي.

درې ورځې وړاندې د یاد ولایت په علي شیرو ولسوالۍ کې په یوه کور د ناڅرګنده وسله والو له لورې برید وشو، چې په ترڅ کې د یوې کورنۍ د ماشومانو او میرمنو پّ ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

طالبانو هغه مهال خبر ورکړ، چې د قضیې په تړاو یې ۷ تنه شکمن کسان نیولي، خو دغه ډلې تازه اعلامیه ورکړې، چې له یادو نیول شویو کسانو څخه یې درې تنو پخپل جرم اعتراف کړی او د قضیې اصلي عاملین دي.

د طالبانو د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا نیول شوي کسان پلار او دوه زامن دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان ۵۰ کلن منګل، ۲۰ کلن احمد او ۱۸ کلن حفیظ‌الله نومېږي، چې د پکتیا د سېد کرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسيې به یې د ارزونو په موخه د دغې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، له نيول شويو کسانو یو لاسي بم او دوه ميله کلاشېنکوفونه هم ترلاسه شوي دي.