افغانستانخبرونه

د چاودنو له ویرې طالبانو خپلو کسانو ته د بانکونو مخې ته د نه را ټولیدو سپارښتنه کړې

کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو دفاع وزارت خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د تنخوا اخیستو په موخه بانکونو ته ورنشي.

هغه مکتوب چې د یاد وزارت لخوا خپور شوی، په کې مالي ریاست ته لارښوونه شوې، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، باید د دغه وزارت کارکوونکو او جنګیالیو ته د بانکونو پر ځای د ننه په ګارنیزونه کې تنخواوې ورکړل شي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي، د دوی جنګیالي د تنخوا اخیستو لپاره د امنیتي تدابیرو او ګواښونو ته له پاملرنې پرته د بانکونو اصلي او فرعي څانګو ته مخې ته را ټولیږي، چې په اسانه د دښمن هدف ګرځیدلی شي.

په هرات ولایت کې هم د طالبانو والي خپلو کسانو ته خبر ورکړی، چې داعش غواړي، د بانکونو مخې ته طالبان په نښه کړي.