![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c3qcede6ee32a2dye0_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کولمبیا ولسمشر د کډوالو په اړه د امریکا د ولسمشر اقدامات، له “فاشیستي کړنو” سره تشبیه کړل.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کډوالو ته د جنایتکار په سترګه ګوري.
د کولمبیا ولسمشر د ټول نفوس پر مجرم نه ګڼلو په ټینګار سره وویل، دا دقیقا هماغه څه دي چې په ۱۹۳۳ کال کې په جرمني کې وشو، کوم چې د یوه مذهب ټول پیروان مجرم وګڼل شول او دا کار د شپږ میلیونو انسانانو په وژل کېدو سره پایته ورسېد.
د کولمبیا ولسمشر همدارنګه، په امریکا کې له کډوالو سره پر “ناوړه چلند” په نیوکې سره وویل، په دې حالت کې، نور پوښتنه دا نه ده چې تاسو قانوني اسناد لرئ.
ګوستاو پیټرو له امریکا څخه د غیرقانوني کډوالو ایستل، له هغه طریقو سره پرتله کړل، کوم چې د نازي آلمان د “جبري کار په کمپونو” کې شتون درلود.
په تېرو ورځو کې، ۲۰۱ غیرقانوني کډوال له امریکا څخه له ایستلو وروسته په دوو الوتکو کې د کولمبیا پلازمینې بوګوتا ته ورسېدل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل لوړې په مراسمو کې ناقانونه کډوال ” جنایتکار” وبلل او اعلان یې وکړ چې د امنیت د ټینګښت لپاره به خپل پوځي ځواکونه د امریکا جنوبي پولو ته واستوي.