خبرونهسیمه

ترین: د پاکستان ریاست په ۱۱ اکتوبر د پښتنو قامي عدالت ناکامول غواړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي مشر نورالله ترین د پاکستاني پولیسو لخوا ددې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزیر نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې ریاست غواړي په داسي اقداماتو سره په ۱۱م اکتوبر د پښتنو قامي عدالت ناکام کړي.

علي وزیر تېره ورځ د اسلام اباد په پمز روغتون کې د پولیسو لخوا ونیول شو.

علي وزیر د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر مهال په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ویلي چې له یوې ترافیکي پېښي وروسته روغتون ته ددرملنې لپاره راغلی و چې د پولیسو لخوا ورسره زور زیاتی کېږي او نیسي یې.

نن په اسلام اباد کې په هغه درې مقدمې یا تورونه ثبت شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سنده ایالتي مشر نورالله ترین وایي: ریاست د یولسم اکتوبر د پښتنو قامي عدالت په هر قیمت ناکامول غواړي، خو غورځنګ به د قام په مرسته ددوی دا پلانونه ناکامه کوي.

هغه په خپله اکس پاڼه لیکلي ” ریاست په اسلام اباد کې د علي وزیر خلاف درې دروغجن تورونه ثبت کړي چې پکې پر پولیسو برید، نشه یي توکي او ترافیکي پېښه شامل دي.

پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک هم د علي وزیر نیول په کلکو ټکو غندلي او زیاته کړې یې ده: ریاست غواړي پښتانه او بلوچ سیاسي مشران چې د خپلو خلکو لپاره انساني حقوق غواړي په زندانونو کې واچوي او د هغو ترهګرو پر وړاندې چپه خوله دي چې خپله یې روزلي او هره ورځ زموږ خلک وژني.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو واره زنداني شوی و، چې اخیر ځل یې پرله پسې دوه کاله په زندان کې تېر کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *