خبرونهنړۍ

د پاکستاني طالبانو تحریک: خیبرپښتونخوا کې مو ۵ پوځیان وژلي

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو یو موټر د دغه هېواد د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د کمین سره مخ شوی دی.

د دغه را پورونو له مخې؛ د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه کمپین کې د یوه لوړ پوړي پولیس افسر په ګډون ۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ټي ټي پي اړوند حسابونه ادعا کوي چې په دې برید کې پنځه پوځیان وژل شوي دي.

تر اوسه پاکستان د دغه برید په اړه څه ندي ویلي.