
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات ولایت د اسلام کلا بندر چارواکي وايي چې اوسمهال هره ورځ له ۱۰ زرو څخه زیات کډوال، یا په خپله خوښه او یا هم په زور سره له ایران څخه هېواد ته راځي.
د اسلام کلا کمیسار حضرت زعیم اغا وايي چې شاوخوا ۷۰ سلنه کډوال په خپله خوښه او ۳۰ سلنه یې په زور له ایرانه ایستل کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو د شمېر زیاتوالي لامل په سیمه کې وروستي تاوتریخوالي او د ایران دولت لخوا د کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د کډوالو چارو کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسوول مولوي احمدالله متقي وايي چې د اسلام قلعه په بندر کې د کډوالو اړینې اړتیاوې پوره کیږي او نقدي مرستې هم ورکول کیږي.
ځینې راستانه شوي کډوال وايي چې هېواد ته له ستنېدو وروسته تمه لري چې ورسره د کار موندنې برخه کې مرستې وشي.
د خیريه بنسټونو ځینې مسوولین بیا وايي چې باید د اسلام قلعه په پوله د کډوالو ، وړیا ترانسپورت، وړیا انټرنېټ او وړیا سېم کارټ برابر شوی دی.