افغانستانخبرونه

طالبان: په کونړ کې مو د ۱۵۰ چارتراشو د قاچاق مخنیوی وکړ

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کونړ ولایت امنیه قوماندان وایي، د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چارتراشو د قاچاق مخنیوی کړی.

دوی زیاته کړې، د دغه لرګیو قاچاقچیان په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو را پورونه خپاره شوي وو، چې کونړ کې طالبان د لرګیو، وسلو او نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري.