![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c6b7f4fe3f9782gpmp_800C450-4.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کونړ چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک سیمه کې تېره ورځ یوه سړي خپله میرمن په ډزو وژلې ده.
سیمه ییزې سرچینې وایي، دغه پېښه د عطاءالله په نوم کس پرون نهه بجې ترسره کړې، چې وروسته له سیمې څخه په تېښه بریالی شوی دی.
د دغه پېښې په اړه سیمه ییزو طالبانو څخه ندي ویلي او نه یې هم د رامنځته کېدو لامل څرګند شوی.