![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/222222.png)
( کابل ټيليګراف (سلواغه شلمه– ۱۴۰۳ لمريز )
د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې په ټول افغانستان کې د هر ډول ښکار د مخنیوي حکم کړی، خو تازه ننګرهار کې طالبانو ویلي، چې هغه بهرنیو ښکاریانو ته به د ښکار کولو اجازه ورکړي، چې په دې ولایت کې د رغنیزو او خیریه چارو کې ونډه واخلي.
په یاده ولایت کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې رئیس قاری احسان الله مختار وایي، د چاپیریال ساتنې مرکزي ادارې د سپارښتنې له مخې دلته یوازې هغه بهرنیو ښکاریانو ته د ښکار کولو اجازه ورکول کیږي چې له خپل هېواده دلته راکډوال شویو الوتونکو په ښکار پسې راغلي وي.
نوموړی وایي دغو بهرنیو ښکاریانو ته د ښکار کولو په بدل کې دا شرط هم ایښودل شوی چې دلته به په بیا رغاونیزو او خیریه چارو کې هم ونډه اخلي.
د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې په ټول افغانستان کې د هر ډول ښکار د مخنیوي حکم کړی، خو تازه ننګرهار کې طالبانو ویلي، چې هغه بهرنیو ښکاریانو ته به د ښکار کولو اجازه ورکي، چې په دې ولایت کې د رغنیزو او خیریه چارو کې ونډه واخلي.
په یاده ولایت کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې رئیس قاری احسان الله مختار وایي، د چاپیریال ساتنې مرکزي ادارې د سپارښتنې له مخې دلته یوازې هغه بهرنیو ښکاریانو ته د ښکار کولو اجازه ورکول کیږي چې له خپل هېواده دلته راکډوال شویو الوتونکو په ښکار پسې راغلي وي. نوموړی وایي دغو بهرنیو ښکاریانو ته د ښکار کولو په بدل کې دا شرط هم ایښودل شوی چې دلته به په بیا رغاونیزو او خیریه چارو کې هم ونډه اخلي.