![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Capture-8.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )
د امریکا متحده ایالاتونو یوې سرچینې تائید کړه، چې له ازبکستان څخه یې د افغانستان د پوځ اوه چورلکې انتقال کړي دي.
دغه اوه بلک هاک چورلکې په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم پخوانیو نظامیانو ازبکستان ته ولیږدولې، چې ازبکستان بیا امریکا ته سپارلي دي.
تر دې وړاندې د ازبکستان یوې رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس ویلي وو چې د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپټرې امریکا ته انتقال شوي دي.
طالبانو په وار وار افغانستان ته د دغو څرخکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده.
په تاشکند کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې :«موږ دا اووه هلیکوپټرې ترلاسه کړې دي.»
د راپورونو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان پیلوټانو ۴۵ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته یووړې.
امریکا ته د اوو هیليکوپټرو د سپارلو په تړاو ازبکستاني او طالب چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.