افغانستانخبرونه

مالیې وزارت: تېره اونۍ نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي ضبط شوي

 ( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو مالیې وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي چې په له ګمرکي محصول پرته افغانستان راوړل کېدل.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه توکي تېره وانۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې ۵۰ زره او ۹۴۸ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې قاچاق‌کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په نیول شوو توکو کې رُب، ګوړه، چاکلېټ، خام نخود، د پیازو تخم، غوړي، کېنو، مالګه، مکروني، ملایي، لوبیا، درمل، مربا، وچې شیدې، جامې، د زنګ ضد مایع، پلاستیکي پیپونه او لواشک شامل دي.