![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c9210908d5df32kwu5_800C450.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په لږ تر لږه پنځلسو ولایتونو کې د پنبې د کښت سروې ترسره کړې ده چې پر بنسټ یې سږ کال په هیواد کې یو سل او نهه پنځوس میټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د دې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د دوی د څېړنو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې د پنبې تولید د تیر کال په پرتله دیرش سلنه زیات شوی دی.
په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې هلمند، بلخ، کندهار، جوزجان او ننګرهار هغو ولایتونو څخه دي چې د پنبې لوړ تولید لري.
د احصایې د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په یولک او پنځه زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده.
دې وزارت پنبه د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو څخه بللې ده، او ویلي یې دي چې یوازې تیر کال افغانستان د دوه سوه دري اویا ملیون ډالرو په ارزښت دا محصول صادر کړی دی