![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/08/غزنی.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ستره محکمې په غزني ولایت کې یوه ښځه په عام محضر کې په دُرو وهلې ده.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمې تطبيق شوه.