
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو پوهنې وزارت وایي، یوې همکارۍ موسسې د پکتیا ولایت ښوونځیو سره د درسي توکو مرستو وکړه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرسته کې ۲۸۰۳ کڅوړې بېلابېل درسي او ښوونیز توکي شامل دي.
سرچېنې لیکلي چې دغه توکي به د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له لوري په دغه ولایت کې پر ټولو ښوونځیو ووېشل شي.