افغانستانخبرونه

د راډیو نړیواله ورځ؛ طالبانو تېر کال ۷ راډیوګانې تړلي دي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبانو تېر کال اووه راډیو ګانې تړلي او کارکوونکي یې هم په زندان کې شپې او ورځې تیروي.

د فبرورۍ ۱۳ په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

 یونسکو ددغې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې راډیو د خپلو خپرونو له لارې اوریدونکو ته پر حقایقو بنا معلومات وړاندې کوي او د خلکو غږونه د خپلو اوریدونکو پورې رسوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا ویلي چې تېر کال طالبانو په اووه راډیوګانې تړلي او کارکوونکي یې په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

په افغانستان کې په لومړي ځل د راډیو خپرونې د کابل راډیو په نوم د پخواني پاد شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۰۷ لمریزکال کې پیل شوې.