![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/478169422_2506821793014651_5052421023512682999_n-1.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوه ورځني رسمي سفر په موخه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی او د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو لخوا یې هرکلی شوی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، اردغان ته د پنجاب په تورخان هوایي ډګر کې د یاد هېواد د ولسمشر، لومړي وزیر او ګڼ شمېر نورو چارواکو له لورې هر کلی وویل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان د هوايي ځواک جنګي جټ الوتکو د اردوغان لېږدوونکې الوتکه د دغه هېواد هوايي حریم ته د ننوتو پرمهال بدرګه کړ.
د دغه سفر موخه د پاکستان او ترکیې د سټراټیژیکو همکاریو د لوړې شورا په اوومه غونډه کې ګډون کول دي او دواړو هېوادونه به یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.