افغانستانخبرونه

د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي سیالیو اتلې لوبډلې ته ۲،۲۴ میلیون ډالر جایزه ورکول کیږي

 ( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو اتلې لوبډلې ته به ۲،۲۴ میلیون ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.

د کرکټ نړۍوالې شورا پرون د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو نغدي جایزې اعلان کړې دي.

یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه جام اتلې لوبډلې ته به ۲،۲۴ میلیونه ډالر او دویم مقام لوبډلې ته به ۱،۱۲ میلیون ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.

خپرپاڼه کې راغلي، د درېیم او څلورم مقام لوبډلو ته به ۵۶۰ – ۵۶۰ زره ډالر، د پنځم او شپږم مقام لوبډلو ته به ۳۵۰ ـ ۳۵۰ زره ډالر ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو سیالیو د اووم او اتم مقام لوبډلو ته به ۱۴۰ – ۱۴۰ زره ډالر او په دغو سیالیو کې د کروپي لوبو هرې ګټونکې لوبډلې ته به ۳۴ زره ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې، د اتلانو جام  سیالیو ټولې نغدي جایزې ۶،۹ میلیون ډالر ټاکل شوې چې د پخوا په پرتله په کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا ويلي، د یادو پیسو ترڅنګ به هرې لوبډلې ته په چمپینز ټرافي لوبو کې د ګډون له کبله ۱۲۵۰۰۰ ډالر هم ورکړل شي.

د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ د اتو لوبدلو په ګډون پیلېږي چې افغان لوبډله له اسټرالیا، سوېلي افریقا او انګلیستان لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.