
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هیواد یو شمیر ځوانان وایې چې د تېر جمهوري حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته مطالعې ته د ځوانانو لیوالیتا کمه شوې ده.
د کابل اوسېدونکی نورالله وایې د پوهنتون د دویم کال محصل دی وايي، د پخوا په پرتله ډېری لوستي ځوانان مطالعې ته لېوالتیا نهلري.
نورالله زیاتوي:«زما په ګډون زیاتره ځوانان اوس د پخوا په شان مطالعه نه کوي او لامل یې دا دی چې دوی خپل راتلوونکي ته ناهیلې دي، ځکه د طالبانو له لوري پر زده کړو بندیزونه او دغه راز نور محدودیتونه د دې لامل شوي؛ چې زیاتره ځوانان مطالعې ته شاه کړي.»
د کابل اوسېدونکې نوریه وایې د هلکانو په پرتله د نجونو د مطالعې کچه هم په بیساري ډول کمه شوې، چې لامل یې د دوی پر زدهکړو محدودیتونه او هیواد نامعالوم برخلیک دی.
هغه وایې د طالبانو د حکومت په راتګ سره افغان نجونې له زده کړو راګرځول شوي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د نوموړې په خبره له تعلیمي چاپېریال څخه د لېرېکېدو او راتلونکي ته د هیلو له لاسهورکولو له امله یې، مطالعې ته انګېزه کمه شوې.
نوریه زیاتوي:«د پوهنتون د دورې پرمهال به مې زیاتره وخت مطالعه کوله، خو له کله راهیسې چې پر نجونو د زده کړو بندیز لګول شوی نو له هغې ورځې راهیسې مې زړه مات شوی او مطالعه کمه کوم او ځینې وخت هیڅ کتاب نه لولم البته د تېرو کلونو په پرتله مطالعه کمه شوې پخوا به مې ډېر وخت په مطالعې تېرېده، خو اوس زما په ګډون زیاتره نجونې مطالعه نه کوي.»
د نوموړې په خبره د دې ترڅنګ د نجونو پر لوړو زدهکړو بندیزونه، رواني وضعیت کې بدلون، اقتصادي ستونزې او د هېوادوالو د ژوند شرایط، هم د دې لامل شوي چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچه کمه شي.
يوشمېر نورو ځوانانو هم په خپل ژوند کې له ننګونو او د نجونو پر زدهکړو د محدوديتونو سربېره هڅه کړې چې له مطالعې څخه ځان لرې نهکړي او د بېلابېلو کتابونو په لوستلو سره د خپلې شخصي ودې لپاره زمينه برابره کړي.
د ننګرهار اوسېدونکی ذبیح الله وایې، په ټولنه کې له شته ننګونو سره-سره یې مطالعې ته خپله انګیزه له لاسه نهده ورکړې او کتاب یې لاهم ملګری دی.
ذبیح الله زیاتوي:«ځوانانو ته په کار ده چې له شته ننګونو سره مقابله وکړي او خپل توان دې له لاسه نه ورکوي او دغه شته وخت دې د ځان لپاره یو فرصت وبولي، زه اوس هم د پخوا په شان مطالعه کوم او همیشه په دې هڅه کې یم چې خپل هدف ته ځان ورسوم او دا هر څه په مطالعه کیږي.»
نقیب الله چې د کونړ اوسېدونکی دی وايي، ناهیلی شوی نه دی او له همدې کبله یې د تېر یوه کال پرمهال یې مطالعې ته لېوالتیا ډېره شوې او دې موده کې یې، بېلابېل ډوله کتابونه لوستلې دي.
نقیب الله زیاتوي:«که څه هم د ځوانانو علاقه له مطالعې سره کمه شوې خو بیا هم ځینې ځوانان ناهیلې شوي نه دي او خپلې هیلې یې د مطالعې په کولو سره ژوندۍ ساتلي دي، که هر ډول حالت کې ځوانان وي باید مطالعه وکړي او له شته ننګونو سره مقابلې ته دوام ورکړي ځوانان باید ناهیلې نشي.»
نوموړی زیاتوي چې مطالعې سره د لېوالتیا له امله یې، د ځاني ودې او خپلو وړتیاوو لوړولو لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي.
بلخوا یوشمېر کتابپلورونکي وايي چې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیزونه لامل شوي چې د دوی د کتاب پلورلو بازار هم ورسره سوړ شي.
جلال اباد ښار کې کتاب پلورونکی شرافت وايي د طالبانو د تېرې درې کلنه واکمنۍ پرمهال یې، د پېردونکو کچه د پام وړ کمه شوې.
شرافت زیاتوي:«له کله چې طالبانو حکومت راغلی له هماغې ورځې راهیسې مو کاروبار په ټپه درېدلی دی، پځوا به نجونو او د پوهنتون محصلانو زیاتره کتابونه اخیستل خو اوس ځوانان کتابونه نه اخلي او زیاتره ناهیلې شوي دي که حالت همداسې دوام وکړي نو کتاب پلورونځي به وتړل شي.»
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې، مطالعې ته د ځوانانو هڅونې لپاره د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابنونو نندارتونه جوړ کړي دي او په ځينو ولایتونو کې یې په همدې موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
غفران زیاتوي:«مونږ د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د مطالعې د دودولو په موخه پروګرامونه په لاره اچولي او دا پروګرامونه د دې لامل شوي، چې په ځوانانو کې د لوستلو دو په بېسارې ډول وده وکړي؛ نن سبا ځوانان د ټکنالوژۍ په کارولو سره هم مطالعه کوي، او په دې وروستیو کې ځوانان کتابونو ته ډېر متوجه شوي دي.»
په ورته مهال فرهنګي فعالان مطالعې ته د ځوانانو انګېزې کمښت ته اندېښمن دی او وايي، د نورو لاملونو ترڅنګ له ټولنیزو شبکو څخه د ځوانانو په لویه کچه استفاده هم لامل شوې چې مطالعې ته د ځوانانو انګېزه کمه شي.