
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، د کندهار – هرات د ۷۳۷،۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د تفصيلي ډيزاين کار نن رسماً پیل شو.
یاد وزارت لیکلي، پر دغه پروژه شاوخوا ۲۶۴ میلیون افغانۍ لګښت راځي.
دغه وزارت وایي، د دې زیربنایي پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي.