
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په بډله بیره سیمه کې د یوې پخوانۍ دښمنۍ له امله د یو لورې ۵ تنه وژل شوي دي.
پولیس وایي، دغه پېښه تېره شپه شوې او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
ویل کیږي، د دغه پېښې عاملین له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
دوه ورځې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د کورني تاوتریخوالي له امله یو کس خپل څلور ماشومانو وژلو وروسته خپله هم ځآن وواژه.