افغانستانخبرونه

طالبان سبا ۲۰ میلیون ډالره لیلاموي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه ۲۰ میلیون ډالره لیلاموي.

یاد بانک پر خپله اېکس‌پاڼه پر شرایطو له برابر سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهېسې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راغورځېدلې او طالبان هڅه کوي چې د افغانۍ ارزښت لوړ وساتي.