
کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نړیوال بشري مرستندویه بنسټ ریچ په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي ژمې کې به د افغانستان په ۲۸۹ سیمو کې تر درې میلیونو زیات خلک د سختې یخنۍ له ګواښ سره مخامخ شي.
دغه بنسټ په یوه خپاره شوي را پور کې ویلي، چې دغه یخني به د خلکو د معیشت ترڅنګ د څارویو ژوند هم له خطر سره مخ کړي.
په راپور کې ویل شوي، شاوخوا درې میلیونه او ۴۸۳ زره کسان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د یخنۍ تر ټولو لوړ ګواښ پکې موجود دی. همداراز، ۵۵۵ سیمې د ډېر خطر لرونکو، او ۷۸۲ نورې سیمې د منځني ګواښ لرونکو په توګه درجهبندي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د وچکالۍ د خطراتو ترڅنګ د فقر او غربت د زیاتېدو اندېښنې هم ورکړل شوي دي.